Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

له هرات څخه امریکا ته ۵۰ ټُنه مربا او اچار صادر شوي.
۱۵ قوس ۱۴۰۴

له هرات څخه امریکا ته ۵۰ ټُنه مربا او اچار صادر شوي.

هرات کې د یوه تولیدي شرکت مسوولان وايي چې د لومړي ځل لپاره یې، له دغه ولایت څخه امریکا ته ۵۰ ټُنه مربا او اچار صادر کړي دي.

د هرات د «صنایع غذایی طنین» شرکت مسوولان وايي چې په راتلونکي میاشت کې به یوشمېر نور توکي اروپایي هېوادونو ته ولېږدوي.

د یاد شرکت رییس، محمد بهبود قلعه‌نوي وایي چې د صادرات ټولیز ارزښت ۳۰زره ډالر اټکل شوی او ټول خام مواد یې له هرات څخه برابر شوي دي. د هغه په وینا، د محصولاتو کیفیت او د نړیوالو معیارونو پوره کول د دې لامل شوي چې د اروپایي بازارونو لېوالتیا زیاته شي.

په همدې حال کې، د هرات د والي ویاند، محمدیوسف سعیدي، ټینګار کوي چې د داخلي تولیداتو ملاتړ، د صادراتو د پروسې اسانتیا او نړیوالو بازارونو ته د محصولاتو لېږد، د ولایت مقام مهمې کاري موخې دي.

بل‌خوا، د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، محمدیونس قاضي‌زاده وایي چې د روان کال په لومړیو اته میاشتو کې د هرات صادرات ۶۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلي چې د تېرکال په پرتله درې برابره ډېرښت ښيي. د ده په وینا، د صنعت پراخېدل او د خصوصي سکتور هڅې د دې زیاتوالي مهم عوامل دي.

شرکت «صنایع غذایی طنین»، چې د سوسیج او کالباس په ګډون د خوراکي توکو په تولید کې فعالیت لري، اوس مهال ۸۰ کسانو ته په مستقیم ډول د کار کولو زمینه هم برابره کړې ده.

مطالب

له هرات څخه امریکا ته
۵۰ ټُنه مربا او اچار صادر شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ