Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پکتیا کې نابینا او ګونګیانو ته په لومړي ځل ځانګړې لېسه جوړه شوه.
۲۹ حمل ۱۴۰۵

پکتیا کې نابینا او ګونګیانو ته په لومړي ځل ځانګړې لېسه جوړه شوه.

د پکتیا د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو انسټیټیوټ مسوولان وايي چې د ياد امريت په چوکاټ کې، د ریاست‌الوزرا مقام د حکم پربنسټ د ړندو او ګونګیانو لپاره ځانګړې لېسه منظور او په رسمي ډول پرانیستل شوه.

د یادې لیسې درسونو پرانيستې مراسمو کې د پکتيا تخنيکي او مسلکي زده‌کړو انسټیټیوټ امر، قاري عبدالرزاق حماس وویل چې تر دې مهاله په دې لېسه کې شاوخوا ۱۰۰ هغه زده‌کوونکي جذب شوي چې له پیدایښت، ګونګيان او ړانده وي او امکان شته چې دا شمېر لازیات شي.

د نوموړي په وینا، په دې لیسه کې دغو زده‌کوونکو ته د نورو هغو په څېر تعلیمي او روزنیز خدمات وړاندې کېږي او ترڅنګ یې د زده‌کړې مناسب چاپېریال او د تګ‌راتګ لپاره ترانسپورتي اسانتیاوې هم ورته برابرې شوې دي.

د يوشمېرو هغو زده‌کوونکو چې په ياده ليسه کې ورته زده‌کړې پيل شوې د کورنیو غړي، خوښي څرګنده وي او وايي، دا اقدام به د دوی د ماشومانو په زده‌کړو او ورځني ژوند کې د پام وړ بدلون راشي.

د احمدابا ولسوالۍ اوسېدونکی محمد ولي چې اوس په مرکز ګردیز کې اوسيږي يو وراره یې په دواړو سترګو ړوند دی وویل،چې له اوږدې مودې راهیسې يې هیله لرله چې د ړندو او ګونګیانو لپاره د زده کړو زمینه برابره شي.

هغه وويل چې دغه ليسه اوس يوازې د مرکز ګردېز اړوند زده کوونکو لپاره ده او غوښتنه يې وکړه چې بايد په ولسواليو کې هم ګونګيانو او ړندو ماشومانو ته د ورته زده کړو زمينه برابره شي.

مطالب

پکتیا کې نابینا او ګونګیانو ته
په لومړي ځل ځانګړې لېسه جوړه شوه.

دا خبر نورو سره شریک کړئ