Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

احمدالشرع: نه غواړو د اسراییل لپاره ګواښ واوسو.
۲۲ میزان ۱۴۰۴

احمدالشرع: نه غواړو د اسراییل لپاره ګواښ واوسو.



د سوریې د لنډمهالي حکومت ولسمشر احمدالشرع وايي چې نه غواړي د اسراییلو او یا هم د کوم بل هېواد لپاره د ګواښ په توګه واوسي.

نوموړي له امریکايي شبکې CBS News  سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، له هغه وخته چې دی دمشق ته راغلی، د اسراییلو پر ضد هېڅ ډول پارونکی اقدام نه‌دی شوی او نه هم غواړو د اسراییل  یا بل کوم هېواد لپاره د ګواښ سرچینه واوسي.

الشرع ټینګار وکړ چې سوریه د سولې او ثبات مستحقه ده او دا حالت د سیمې او نړۍ دواړو په ګټه دی.

هغه د دغه هېواد پر ولسمشرۍ ماڼۍ د اسراییلو وروستی برید «یوازې یو خبرداری نه، بلکې د جګړې اعلان» وباله، خو زیاته یې کړه چې دمشق د جګړې پیل ته هېڅ لېوالتیا نه‌لري.

ولسمشر الشرع وویل، اسراییل باید له هغو ټولو سیمو څخه ووځي چې د ۲۰۲۴کال د دسمبر له اتمې وروسته یې نیولي دي.

مطالب

احمدالشرع: نه غواړو
د اسراییل لپاره ګواښ واوسو

دا خبر نورو سره شریک کړئ