لوګر کې د برېښنا رسولو درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د لوګر د برېښنا ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم کې د ۴۴ میلیون افغانیو په لګښت د ۲.۲ ميګاواټه برېښنا رسولو درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د لوګر د برېښنا رییس میر احمد ولي هاشمي نن په دې اړه جوړه شوې ناسته کې وویل، دغه پروژې د پلعلم اړوند د بابوس، ټنډان او ناصرو په کلیو کې عملي شوې دي چې د ۱۲ ترانسفرمرونو د فعالېدو په نتیجه کې شاوخوا دوه زره کورنۍ له وارداتي برېښنا برخمنې شوې.
هغه زیاته کړه، د برېښنا عمومي ریاست په همکارۍ د لوګر د څرخ او برهکيبرک ولسوالیو ته د برېښنا غځولو چارې هم پیل شوې دي.
نوموړي همدارنګه وویل، د محمداغې ولسوالۍ د دهنو او مغلخېلو کلیو ته د ۲۰ میلیون افغانیو په ارزښت د برېښنا رسولو چارې پیل شوې دي چې د روان کال تر پایه به بشپړې شي.
بلخوا، د برېښنا عمومي ريیس ډاکټر عبدالباري عمر وویل، د برېښنا عمومي ریاست له لوري په ټول هېواد کې سږ کال د ۲۰ زره ميګاواټه برېښنا د تولید قراردادونه شوي دي.
ده زیاته کړه، د هېواد په کچه د ۵۰ ولسوالیو اوسېدونکو ته د برېښنا رسولو عملي چارې پیل شوې دي، او د ۸۰ ولسوالیو لپاره د برېښنا رسولو سروې روانه ده.
ډاکټر عمر دغه راز وویل، اسلامي امارت واک ته رسېدو سره سم، د هېواد د برېښنا برخه کې پراخې لاستهراوړنې لري او له خلکو یې وغوښتل چې د برېښنا رسولو برخه کې له حکومت سره همکاري وکړي.
د دغه ولایت مرستیال والي مولوي محمدانور دینپرور وویل، لوګر ته په تېرو شلو کلونو کې هيڅ کار نه دی شوی، خو د اسلامي امارت واک ته له رسېدو وروسته په دغه ولایت کې د برېښنا او بیارغونې ګڼې پروژې عملي شوې دي.
نوموړي د لوګر اوسېدونکو ته وویل، د برېښنا پروژو په عملي کېدو کې دې له حکومت سره همکاري وکړي او د برېښنا برخه کې دې سپما وکړي.
قومي مشر حاجي عبدالرحمن توکلي وویل، لوګر کابل ته څېرمه پروت ولایت دی، خو لا هم د دغه ولایت ډېرې ولسوالۍ له برېښنا بېبرخې دي. ده غوښتنه وکړه چې حکومت دې د مرکز ترڅنګ ټولو ولسوالیو ته وارداتي برېښنا وغځوي.
توکلي د ولس په استازولۍ د برېښنا له پیل شوو پروژو ملاتړ اعلان کړ او زیاته یې کړه چې خلک به د برېښنا رسولو برخه کې له اړوندو ادارو سره همکاري کوي.