Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

نورستان کې د ۱۲۰ میلیون افغانیو په ارزښت بیروج وپلورل شول.
۲۳ سرطان ۱۴۰۴

نورستان کې د ۱۲۰ میلیون افغانیو په ارزښت بیروج وپلورل شول.

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې په نورستان ولایت کې ۱۶۵ کیلوګرامه بیروج د ۱۲۰ میلیون افغانیو په بدل کې وپلورل شول.

د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې دغه داوطلبي تېره ورځ ترسره شوه او په یادو پیسو کې ۱۲ سلنه ونډه د اسلامي امارت وه.

سرچینه زیاتوي، په یاده داوطلبۍ کې د نورستان له کانونو په لومړي ځل ترلاسه شوي یاقوت هم وپلورل شول خو د بیې او مقدار په اړه یې معلومات نه دي ورکړل شوي.

مطالب

نورستان کې د ۱۲۰ میلیون افغانیو
په ارزښت بیروج وپلورل شول

دا خبر نورو سره شریک کړئ