Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر روغتیايي مرکزونو سره د ۳۰۰ زره ډالرو په ارزښت د درملو او طبي وسایلو مرسته وشوه .
۱۸ حمل ۱۴۰۵

لوګر روغتیايي مرکزونو سره د ۳۰۰ زره ډالرو په ارزښت د درملو او طبي وسایلو مرسته وشوه .

د لوګر ولایت سیمه‌ییز چارواکي وایي چې د UNICEF له لوري د دغه ولایت روغتیايي مرکزونو سره د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت درمل او طبي تجهیزات مرسته شوې ده.

د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسؤلین وایي، په دې مرسته کې انټي‌بیوټیک، عاجل درمل، انلجزیک، مقوي درمل، لابراتواري توکي، جراحي وسایل او نور اړین طبي مواد شامل دي.

د دغه ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمدزرک «ځیرک» وویل، یاد درمل او تجهیزات د عامې روغتیا ریاست په همغږۍ د راتلونکو درېیو میاشتو د اړتیاوو له مخې چمتو شوي دي.

د نوموړي په وینا، د دغو توکو وېش به د روغتیايي خدماتو د ښه‌والي، د ساري ناروغیو د کنټرول او د بیړنیو پېښو د مدیریت په برخه کې مهم رول ولوبوي.

چارواکي وایي، تر دې وړاندې هم د لوګر د روغتیايي سکتور د پیاوړتیا لپاره ورته مرستې شوې دي، څو خلکو ته پر وخت او معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې شي

مطالب

لوګر روغتیايي مرکزونو سره د ۳۰۰ زره ډالرو
په ارزښت د درملو او طبي وسایلو مرسته وشوه

دا خبر نورو سره شریک کړئ