لوګر مرستیال والي: د ښوونځي او مدرسې ترمنځ واټن له منځه تللی.
د لوګر ولایت کې د نوي ۱۴۰۵ ښوونیز کال د پيل په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د ولایت مرستیال والي، د پوهنې ریاست رئیس، علماوو او قومي مشرانو ګډون کړی و.
د دغو مراسمو پر مهال د لوګر مرستیال والي مولوي محمد انوردین پرور وویل، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د ښوونځي او مدرسې ترمنځ واټن له منځه تللی دی.
نوموړي تعلیمي ادارې د هېواد بنسټیز ارګانونه وبلل او له مسؤلینو او استادانو یې وغوښتل، چې د ولس د باور ساتلو لپاره د ماشومانو پر اسلامي روزنې او د هغوی د علمي کچې پر لوړولو ډېر کار وکړي.
ښاغلي دینپرور زیاته کړه، لوګر د دیني او عصري علومو د ویاړونو ټاټوبی دی او له خلکو یې وغوښتل چې د پوهې له کاروان څخه د وروسته پاتې کېدو د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.
بلخوا د لوګر ولایت د پوهنې رئیس مولوي عبدالرحمن حمیدي وویل، د ټولو افغانانو دیني او ملي وجیبه ده چې د پوهنې د پراختیا په برخه کې له مسؤلو ادارو سره همکاري وکړي.
هغه د لوګر ولایت له ټولو والدینو او قومي مشرانو وغوښتل، چې خپل اولادونه او ماشومان په ښوونځیو کې شامل کړي.
لوګر پلازمینې کابل ته څيرمه پروت ولایت ده چې په شاوخوا ۳۰۰ ښوونیزو مرکزونو کې نږدې ۱۵۰ زره زده کوونکي په لیک لوست بوخت دي.