کندهار کې په څه باندې نهه زره ډالرو دوه چکډېمونه جوړ شول.
د کندهار په سپینبولدک ولسوالي کې د څه باندې نهه زره امریکایي ډالرو په لګښت دوه چکډېمونه جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوي دي.
دغه چکډېمونه د ملګروملتونو د کرنې او خوراک نړیوال سازمان (FAO) په مالي ملاتړ، د بشري خیریه موسسې (OHW) په تخنیکي همکارۍ او د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه جوړ شوي دي.
د کندهار د کرنې ریاست ویاند محمدحنیف حقمل وویل: «یاد چکډیمونه د سپین بولدک ولسوالي د ملاولي او مازسیزو په سیمو کې جوړ شوي چې ټولیز لګښت یې ۹۱۵۹ امریکایي ډالرو ته رسېږي.»
نوموړي زیاته کړه چې دغه چکډېمونه د ۴۰ ورځو په موده کې جوړ شوي چې د مازسیزو چکډېم ۱۷ متره اوږدوالی او د ملاولي چکډېم بیا ۲۲.۵ متره اوږدوالی او ۳.۶ متره لوړوالی لري.
حقمل همداراز وویل: «د دغو چکډیمونو د جوړېدو پر مهال لسګونو کسانو ته د فني او غیر فني کارونو زمینه برابره شوې وه، چې دا کار د سیمهییزې بېروزګارۍ په راکمولو کې مهم رول لري.»
د کرنې ریاست چارواکي وایي، د دې چکډېمونو جوړولو موخه د باراني اوبو راټولول، د ځمکې لاندې اوبو د سطحې لوړول او همداراز د سیمې بزګرانو او مالدارانو ته د اوبو د دوامدارې استفادې زمینه برابرول دي.
دوی ټینګار کوي چې دا ډول پروژې نه یوازې د کرنیزو فعالیتونو د پراخېدو لامل ګرځي، د کلیوالو خلکو اقتصادي وضعیت ته هم مثبته ګټه رسوي.
څه باندې دوه میاشتې وړاندې هم د کندهار د نېش ولسوالي اړوند یوه سیمه کې، د FAO د مالي ملاتړ او OHW تخنیکي همکارۍ په وسیله، د شپږ زره امریکایي ډالرو په ارزښت یو چکډېم جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوی و.