Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د ډایکنډي ولایت د مرمر ډبرو تړون لاسلیک شو.
۳۰ قوس ۱۴۰۴

د ډایکنډي ولایت د مرمر ډبرو تړون لاسلیک شو.

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د ډایکنډي ولایت د مرمر ډبرو تړون له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شو او دغه شرکت به د اکتشاف او استخراج په برخو کې ۲۸۳میلیونو افغانیو په ارزښت پانګونه وکړي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د ډایکنډي ولایت د مش علیا د مرمر ډبرو تړون - چې ۱۶،۷۴ کیلومټره مربع مساحت لري -  د میزانسلطاني شرکت سره د دېرشو کلونو لپاره لاسلیک شو.

د کانونو او پټرولیم وزیر، ملا هدیت‌الله بدري د یاد تړون د لاسلیک پر مهال ویلي، د دې تړون په لاسلیک سره به د عوایدو سربېره د سیمېخلکو ته کاري فرصتونه برابر شي او دغه راز به د مرمر ډبرو پروسس د ملک دننه ترسره شي او له پروسس وروسته به بهرنیو ملکونو تهصادرې شي.

سرچینې د معلوماتو له مخې، د یادونې وړ ده چې یاد شرکت به د اکتشاف او استخراج په برخو کې ۲۸۳میلیونو افغانیو په ارزښتپانګونه وکړي، د دې تر څنګ به له ۲۰۰ څخه زیاتو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر کړي او د سیمې خلکو ته به د ټولنیزو چوپړتیاوو په برخه کې هم کار وکړي.

مطالب

د ډایکنډي ولایت
د مرمر ډبرو تړون لاسلیک شو.

دا خبر نورو سره شریک کړئ