Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

 سمنګان کې ټرافیکي پېښه کې ۸ کسانو ته مرګژوبله اوښتې.
۲۴ قوس ۱۴۰۴

سمنګان کې ټرافیکي پېښه کې ۸ کسانو ته مرګژوبله اوښتې.


د سمنګان امنيتي مسوولان وايي، د حضرت سلطان ولسوالي «غزني‌ګک» سیمه کې د يوې ټرافیکي پېښې له امله ۳ کسان مړه شوي او ۵ نور ټپيان شوي.

د سمنګان د امنیې قومندانۍ ویاند حشمت‌الله رحماني وویل، دا پېښه نن سهار (دوشنبه، د قوس ۲۴مه) د يوه سراچه ډوله او باروړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې.

رحماني زياتوي چې مړو شویو کې دوه او ټپیانو کې يوه ښځه شامله ده.

د هغه په وينا، د پېښې قربانيان او ټپيان چې دامهال تر درملنې لاندې دي، د سمنګان اوسېدونکي دي.

د موټرچلونکو بې‌احتیاطي او تېز سرعت د پېښې رامنځ ته کېدو لامل بلل کیږي.

مطالب

سمنګان کې ټرافیکي پېښه کې
۸ کسانو ته مرګژوبله اوښتې

دا خبر نورو سره شریک کړئ