بادغیس کې ۱۵۰ ځوانان له حرفوي زدهکړو فارغ شول.
د بادغیس محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې ۱۵۰ ځوانان له بېلابېلو حرفوي او مسلکي زدهکړو فارغ شوي دي.
دغه ځوانانو ته د خیاطي، موټرسایکل جوړولو او موبایل ترمیم برخه کې حرفوي او مسلکي زدهکړې ورکول شوي دي.
د بادغیس د والي ویاند رحیمالدین رحیمي وايي: «د تېکا موسسې په مرسته ۱۵۰ ځوانان شپږ میاشتني حرفوي او مسلکي زدهکړې په بریالیتوب پای ته ورسولې او له دې وروسته کولای شي، خپله کار وکړي او د کورنۍ اقتصاد کې ونډه واخلي.»
د نوموړي په وینا، د یاد پروګرام موخه د اقتصادي ځانبسیاینې او ځوانانو ته د کارموندنې زمینې برابرول دي. دغه پروګرام د بادغیس د کار او ټولنیزو چارو ریاست له لوري پرمخ وړل کېږي.
یوشمېر هغه ځوانان چې له حرفوي زدهکړو فارغ شوي وايي چې دغه پروګرام ورته ګټور دی او په وینا یې، هغه مهارتونه یې چې زدهکړي، د کار بازار کې به ورته ګټور تمام شي.