د پلخمري او پلعلم ښاروالیو ترمنځ د همکاریو هوکړهلیک لاسلیک شو.
د بغلان ولایت د قومي مشرانو، دیني عالمانو، ځوانانو او د پلخمري ښاروالۍ د مسؤلینو ۳۰ کسیز پلاوي لوګر ولایت ته سفر کړی، چې موخه یې د دواړو ولایتونو ترمنځ د اړیکو، همغږۍ او ګډو همکاریو پیاوړتیا ده.
د لوګر ولایت مقام د معلوماتو له مخې، د دغه سفر په ترڅ کې د پلخمري او پلعلم ښاروالیو ترمنځ د ښاري مدیریت د تجربو او نظریاتو د تبادلې، د ښاري اړیکو د پراختیا او کلتوري همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وشوې.
د لوګر والي، الحاج قاري صلاحالدین ایوبي، د ولایتونو ترمنځ د مسوولینو او خلکو تګراتګ د ملي یووالي او متقابلې همغږۍ لپاره مهم وباله او ویې ویل، د هېواد په کچه د امنیت له ټینګښت وروسته اوس د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته د مسوولینو او خلکو د خوندي سفر زمینه برابره شوې ده.
د سفر په لړ کې د پلعلم ښاروالۍ په تالار کې ځانګړې غونډه هم جوړه شوه، چې په پای کې د پلعلم او پلخمري ښاروالیو ترمنځ د ښاري همکاریو او اړیکو د لا پیاوړتیا په موخه د تفاهم هوکړهلیک لاسلیک شو.
ټاکل شوې ده، دغه ۳۰ کسیز پلاوی چې د بغلان ولایت د ۱۳ دولتي ادارو مسؤلین هم پکې شامل دي، د خپل درې ورځني سفر پر مهال به له سیمهییزو چارواکو سره وګوري، د لوګر له تاریخي او فرهنګي سیمو څخه به لیدنه وکړي او خپلې کاري تجربې به له سیمهییزو ادارو سره شریکې کړي. همدارنګه، په راتلونکي کې به د لوګر ولایت یو رسمي پلاوی هم د متقابلو همکاریو د پراختیا لپاره بغلان ولایت ته سفر وکړي.