Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې هره ورځ ۴۰ زره لېتره شیدې تولید او پروسس کېږي.
۱۸ جوزا ۱۴۰۴

لوګر کې هره ورځ ۴۰ زره لېتره شیدې تولید او پروسس کېږي.

د لوګر ولایتي چارواکي وايي، په دې ولایت کې هره ورځ شاوخوا ۴۰ زره لیتره شیدې تولید او پروسس کېږي، چې د کابل په ګډون ګاونډیو ولایتونو ته لېږل کېږي. 

د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د مطبوعاتو مسوول عبدالبصیر شاهد وايي، په دې وروستیو کې په لوګر کې مالداري ښه پرمختګ کړی، او مالداران په منظم ډول شیدې تولیدوي. 

نوموړی زیاتوي، کرنې ریاست د مالدارانو ملاتړ ته ژمن دی او هڅه کوي چې د شیدو تولید لا زیات شي. شاهد وایي، په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې 

ګڼې بې‌وزله کورنۍ، په ځانګړې توګه ښځې، د شیدو لپاره واړه او لوی څاروي ساتي او له دې لارې خپلې ورځنۍ اړتیاوې پوره کوي. مالداران هم له 

خپل وضعیت خوښ دي او وایي چې د شیدو له کاروباره ښه عواید ترلاسه کوي.

مطالب

لوګر کې هره ورځ
۴۰ زره لېتره شیدې
تولید او پروسس کېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ