Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د ودونو د درنو لګښتونو د کمولو لپاره پرېکړې وشوې.
۲۸ سنبله ۱۴۰۵

لوګر کې د ودونو د درنو لګښتونو د کمولو لپاره پرېکړې وشوې.



د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د برګ سیمې قومي مشرانو د ودونو د درنو لګښتونو د کمولو او د ودونو د ساده کولو په موخه په یوه ناسته کې یو شمېر پرېکړې کړې دي.

د سیمې مشرانو د مشرتابه د ۱۷مې ګڼې فرمان د عملي کېدو په موخه پرېکړه کړې چې د ودونو مهر تر ۴۰۰ زرو افغانیو وټاکل شي.

همداراز، د ډله‌ییزو ودونو د ترسره کولو، د ناوې پسې د محدود شمېر کسانو د تګ او په پیوازۍ کې د لګښتونو د کمولو پرېکړه هم شوې ده.

د دې پرېکړو موخه د ودونو د اضافي لګښتونو کمول او د کورنیو لپاره د واده د مراسمو اسانه کول بلل شوي دي.

مطالب

لوګر کې د ودونو د درنو لګښتونو
د کمولو لپاره پرېکړې وشوې.

دا خبر نورو سره شریک کړئ