Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

اسراییل: یوه ورځ کې مو پر ایران ۱۲۰۰ بمونه غورځولي.
۱۰ حوت ۱۴۰۴

اسراییل: یوه ورځ کې مو پر ایران ۱۲۰۰ بمونه غورځولي.



د اسراییلو هوايي ځواک ادعا کړې چې امریکا سره په ګډو بریدونو کې یې د تېرو ۲۴ ساعتونو پرمهال پر ایران له ۱۲۰۰ څخه ډېر بمونه او چاودېدونکي توکي غورځولي دي.

د اسراییلو د پوځ د معلوماتو له مخې، دا بریدونه د دواړو هېوادونو د ګډ پوځي عملیاتو برخه وه چې بېلابېل هدفونه پکې په نښه شوي دي.

د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې د ایران په سوېلي هرمزګان ولایت کې د میناب ښار یوه ابتدایي نجونو ښوونځی هم په نښه شوی چې له امله یې لږترلږه ۱۴۸ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، په یاد برید کې «لسګونه بې‌ګناه ماشومان» وژل شوي او ټینګار یې کړی چې دا پېښه به «بې‌ځوابه پاتې نه شي.»

دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې د ایران، اسراییل او متحده ایالات ترمنځ پوځي تاوتریخوالی بې‌ساري کچې ته رسېدلی او د سیمې د لا پراخې بې‌ثباتۍ اندېښنې یې زیاتې کړې دي.

مطالب

اسراییل: یوه ورځ کې
مو پر ایران ۱۲۰۰ بمونه غورځولي.

دا خبر نورو سره شریک کړئ