ا.ا د لوګر د عینک مسو کان د عملي استخراج د ژر پیل غوښتنه وکړه.
د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري د چین له سفیر او د عینک مسو کان له قراردادي شرکتونو سره په لیدنه کې د دې سترې پروژې پر دوامداره ځنډ اندېښنه څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې شرکتونه دې د تړون له شرایطو، ژمنو او تخنیکي مکلفیتونو سره سم ژر تر ژره عملي کارونه پیل کړي.
د عینک مسو کان، چې د هېواد له مهمو اقتصادي او ستراتیژیکو پروژو څخه شمېرل کېږي، نږدې ۱۸ کاله مخکې یې تړون شوی، خو د بېلابېلو لاملونو له امله یې عملي چارې نه دي پیل شوې. حکومت وایي، د دې پروژې فعالېدل به د پانګونې جذب، کاري فرصتونو رامنځته کېدو او اقتصادي ودې لپاره مهم ګام وي.