پوتین: ډېر ژر به اټومي وسلې نندارې ته وړاندې کړو،
د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین وايي چې هېواد یې، د پرمختللو وسلو ودې ته دوام ورکړی او د اټومي وسلو ازمایښت تر دې دمه په بریالیتوب سره روان دی.
پوتين د تاجکستان له سفر وروسته له خبريالانو سره په خبرو کې وويل: «باور لرم چې ډېر ژر به وکولای شو راپور ورکړو چې هغه وسلې چې يو وخت مو نوم اخيستی و، اوس د پرمختګ او برياليو ازموينو پړاو ته رسېدلې دي.»
پوتين زياته کړه چې د روسيې د اټومي ځواک نوښتونه د هغو هېوادونو په پرتله چې اټومي وسلې لري، «خورا لوړ او پرمختللي» دي.
هغه وويل: «موږ د خپلو سيستمونو د بشپړولو او پراخولو په حال کې يو او پر هغو پروژو کار روان دی چې څو کاله وړاندې مو اعلان کړي وو.»
دغه څرګندونې په داسې مهال کېږي چې د روسيې او لوېديځ ترمنځ د اوکراين د جګړې پر سر کړکېچ لا هم دوام لري.