د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو اټکل شوی.
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې په راتلونکو درېیو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو او د ناڅاپي سېلابونو راتلو اټکل شوی دی.
د اوبو او انرژۍ وزارت نن (پنجشنبه، د سلواغې ۹مه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د روانې سلواغې میاشتې له ۱۰مې تر ۱۲مې پورې په هرات، غور، بادغیس، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، اروزگان، جوزجان، سرپل، فاریاب، بلخ، غزني، لوګر، میدانوردګو، کابل او پروان ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو او سېلابونو راتلو اټکل شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په ځینو سیندیزو حوزو کې د اوبو کچې لوړېدو احتمال هم شته.
سرچینې د سیندونو څنګ ته له نږدې اوسېدونکو غوښتي چې د خطر په صورت کې سیندونو له نږدې کېدو ځانونه وساتي او د لاندې سیمو خلکو ته هم خبر ورکړي څو د مرګژوبلې اوښتو مخه ونیول شي.