Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

شهاب‌الدین دلاور: سېلاب‌ځپلو ته بېړنۍ مرستې رسول مو ګډ مسوولیت دی.
۱۰ سرطان ۱۴۰۴

شهاب‌الدین دلاور: سېلاب‌ځپلو ته بېړنۍ مرستې رسول مو ګډ مسوولیت دی.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي ریاست رییس مولوي شهاب‌الدین دلاور لوګر ته د خپل یوه سفر په ترڅ کې د محمداغې او ازرې ولسوالیو په شاوخوا ۲۰۰ سېلاب‌ځپلیو کورنیو بېړنۍ مرستې ووېشلې.

نوموړي په دې اړه جوړې شوې یوې غونډې ته وویل، لوګر کې د وروستیو اورښتونو له امله ګڼ‌شمېر هیوادوالو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي او اړتیا ده چې د حکومت سربېره نړیوال بنسټونه هم دغلته د سېلاب‌ځپلیو کورنیو لاسنیوی وکړي.

دلاور زیاته کړه، د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي ریاست له لوري په یوشمېر نورو ولایتونو کې هم د سېلاب‌ځپلیو کورنیو سروې پيل شوي او ډېر ژر به په یادو کورنیو هم مرستې ووېشل شي.

بل‌خوا د لوګر والي مولوي ضیاالرحمن مدني وویل، وروستیو سېلابونو په مرکز پل‌علم، محمداغې او ازرې ولسوالیو کې خلکو ته درانه زیانونه اړولي  او اړتیا ده چې د حکومت ترڅنګ نړیوال بنسټونه هم دغه ولایت کې له سېلاب‌ځپلیو کورنیو سره خپلې مرستې وکړي.

مدني وویل، د لوګر کلیو پراختیا او طبیعي پېښو پرضد مبارزې ریاستونو له امله تېره ورځ له ۱۲۵ سېلاب‌ځپلیو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وشوه.

همدارنګه د لوګر د افغاني سرې میاشتې ټولنې ریاست مولوي محمدهاشم حذب الله وویل، د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري په محمداغې او ازرې ولسوالیو کې همدا نن سه‌شنبه( چنګاښ، لسمه) پر ۲۰۰ سېلاب‌ځپلیو کورنیو ۴۲ قلمه خوراکي او غیرخوراکي توکي ووېشل شول.

هېره دې نه وي چې روانه اوونۍ د لوګر په مرکز پل‌علم، محمداغې او ازرې ولسوالیو کې د سختو اورښتونو وروسته سېلابونه درې ماشومان وژل شوې، دوه ټپیان، ۲۵۰ هستوګنیز کورونه نړېدلي او له ۱۵ زره جریبه کرنیز فصلونه او بڼونه له‌منځه تللي دي.

مطالب

شهاب‌الدین دلاور
سېلاب‌ځپلو ته بېړنۍ مرستې
رسول مو ګډ مسوولیت دی

دا خبر نورو سره شریک کړئ