عراق د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره پر خبرو ټینګار وکړ.
د عراق د بهرنیو چارو وزارت له افغانستان او پاکستان د زغم غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې خبرو ته دې لومړیتوب ورکړل شي.
د عراق د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ رامنځته شوې نښتې په ژورې اندېښنې سره څاري.
یاد وزارت په دغو نښتو کې د تلفاتو د اوښتو او په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د پاکستان د پوځي رژیم په بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.
د عراق د بهرنیو چارو وزارت پر دغو پېښو خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې او زغم، خبرو اترو او دیپلوماتیکو لارو چارو ته په لومړیتوب ورکولو ټینګار کړی، څو اختلافات په داسې بڼه حل شي چې د سیمې د امنیت او ثبات په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.