Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د اسراییلو دفاع وزیر: تهران به وسوځېږي.
۲۴ جوزا ۱۴۰۴

د اسراییلو دفاع وزیر: تهران به وسوځېږي.

د اسراییلو د دفاع وزیر اسراییل کاتز ایران ته خبرداری ورکړی چې پر تل‌ابیب د توغندیزو بریدونو له امله به «سخته بیه» پرې کړي.

نوموړي خبرداری ورکړی، که ایران خپلو توغندیزو بریدونو ته دوام ورکړي، د ده په ټکو «تهران به وسوځېږي.»

اسراییل کاتز د پوځ له لوی درستیز سره ته د ارزونې له یوې ناستې وروسته وویل چې ایران به اسراییلو ته د زیان رسولو درنه بیه پرې کړي.

نوموړي ویلي: «اسراییلو وګړو ته د اوښتو زیانونو له امله به ایران درنه بیه پرې کړي. که خامنه‌يي د اسراییل دننه توغندیزو بریدونو ته دوام ورکړي، تهران به وسوځېږي.»

بل‌خوا د ایران د توغندیزو بریدونو له کبله د اسراییلو د بین‌ګورین هوايي ډګر الوتکې تر بلې خبرتیا پورې تړل شوي دي.

ایران او اسراییلو د دویمې پرله‌پسې ورځې لپاره پر یوه بل د توغندیزو او ډرون بریدونو سر بېره، هوايي بریدونه هم کړي دي.

د ایران له لوري د غچ اخیستونکو بریدونو په لړ کې بېګاه ناوخته د اسراییلو پر لور سلګونه توغندي ویشتل شوي چې د راپورونو له مخې، تر دې مهاله د څلور کسانو د وژنې او شاوخوا ۵۰ نورو د ټپي‌کېدو خبر ورکړل شوی دی.

مطالب

د اسراییلو دفاع وزیر
تهران به وسوځېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ