Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

راشدخان د شل‌اوریزو لوبو د توپ‌اچوونکو په تازه درجه‌بندۍ کې لومړی مقام ترلاسه کړ.
۲۰ حوت ۱۴۰۴

راشدخان د شل‌اوریزو لوبو د توپ‌اچوونکو په تازه درجه‌بندۍ کې لومړی مقام ترلاسه کړ.

د کرکټ نړۍوالې شورا د شل‌اوریزو لوبو د توپ‌اچوونکو په تازه‌ درجه‌بندۍ کې راشدخان لومړی مقام خپل کړی دی.

د کرکټ نړی‌والې شورا د شل‌اوریزو لوبو د توپ‌اچوونکو په تازه درجه‌بندۍ کې راشدخان د ۷۵۳ نومرو په ترلاسه کولو سره په لومړي ځای کې راغلی دی.

په یاده درجه‌بندۍ کې هندي توپ‌اچوونکی ورون چکرورټي د ۷۴۰ نومرو په ترلاسه کولو سره په دویم مقام راغلی دی.

دغه‌راز، راشدخان له دې مخکې د شل‌اوریزو لوبو د توپ‌اچوونکو په درجه‌بندۍ کې په دویم مقام کې و او هندی ورون چکرورټي په لومړي ځای کې و.

د یادونې ده، راشدخان په نړۍ کې لومړنی لوبغاړی هم دی چې په شل‌اوریزو لوبو کې یې تر ټولو ډېرې (۷۰۰) ویکټې ترلاسه کړې دي.

مطالب

راشدخان
توپ‌اچوونکو
درجه‌بندۍ
لومړی
مقام

دا خبر نورو سره شریک کړئ