Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د «پسرلي جام» د سوک‌وهنې سیالي پای ته ورسېدې.
۷ سرطان ۱۴۰۴

لوګر کې د «پسرلي جام» د سوک‌وهنې سیالي پای ته ورسېدې.

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم کې د ولایت په کچه د سل غوره لوبغاړو ترمنځ د سوک‌وهنې سیالي پای ته ورسېدې.

د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت امر مزمل نعیم‌زي زینت راډیو  ته وویل، د «پسرلي جام» د سوک‌وهنې دغه سیالي په درېوو پړاونو، کم عمره ځوانان، نوي ځوانان او ځوانانو ترمنځ د تیرې یوې میاشتې په موده کې شوې دي.

هغه همدارنګه زیاته کړه، د یادو سیالیو لومړی مقام، د محمدصابر عباسي ورزشي کلپ او دوبم  مقام اول خان ورزشي کلپ ترلاسه کړ.

نعیم‌زي زیاته کړه، له یادو سیالیو جوړېددو څخه موخه د لوګر په کچه سوک‌وهنې وزرش ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ همغږي رامنځته کول او د غوره لوبغاړو پېژندل وو.

د جوړو شویو سیالیو په پای کې په یوشمېر غوره لوبغاړو ډالۍ او ستاینلیکونه هم ووېشل شول.

مطالب

لوګر کې د «پسرلي جام»
د سوک‌وهنې سیالي پای ته ورسېدې

دا خبر نورو سره شریک کړئ