Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د سرخ‌اب بند اوبه د لومړي ځل لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره خوشې شوې.
۲۶ حمل ۱۴۰۵

لوګر کې د سرخ‌اب بند اوبه د لومړي ځل لپاره د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره خوشې شوې.

د لوګر ولایت د سیندیزې فرعي حوزې مسوولین وایي، د سرخ‌اب ذخیروي بند له کلونو ځنډ وروسته په بشپړه توګه له اوبو ډک شوی او د لومړي ځل لپاره یې اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره خوشې شوې.

د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې رئیس، ملا محمد اسماعیل اخندزاده، په لوګر کې خبریالانو ته وویل، دغه بند د شاوخوا ۹ میلیونه مترمکعبه اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري، چې د شاوخوا ۲۰ زره جریبه کرنیزو ځمکو د خړوبولو تر څنګ به د سیمې د اوسېدونکو د اوبو کمښت ستونزه هم تر یوه بریده هواره کړي.

د سرخ‌اب سیمې یو اوسېدونکي، حاجي بسم‌الله، وايي، په تېرو کلونو کې د وچکالۍ له امله د سیمې خلک، په ځانګړي ډول بزګران، له جدي ستونزو او حتی د اوبو پر سر له شخړو سره مخ وو.

د هغه په وینا، د سرخ‌اب بند له ډکېدو سره به د اوبو کمښت ستونزه تر ډېره حده حل شي او کرنیز فعالیتونه به هم پراخ شي.

د سرخ‌آب سیمې بل اوسېدونکي، کامران وايي د سرخ‌اب بند سیمه د سیاحت او تفریح لپاره هم مناسب ځای دی او هر کال د بېلابېلو ولایتونو خلک د دې سیمې د ښکلي طبیعت او هوا د لیدو لپاره ورځي.

نوموړي له اړوندو ادارو وغوښتل چې د سیلانیانو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او د تفریح لپاره کښتۍ هم چمتو کړي.

مطالب

لوګر
سرخ‌اب بند

دا خبر نورو سره شریک کړئ