د لوګر امنیه قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسؤلینو د ازرې ولسوالۍ د منګل درې په رضاخیلو کلي کې له دیني عالمانو، قومي مشرانو، سپینږیرو، ښوونکو او ځوانانو سره د نشهيي توکو د کښت د مخنیوي او عامه پوهاوي د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره کړې ده.
په دې ناسته کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مرستیال مولوي واحدالله شاهین او د دغه مدیریت کارپوه همت، د سیمې دیني عالمانو، قومي مشرانو، سپینږیرو، ښوونکو او ځوانانو ګډون کړی و.
مسؤلینو د نشهيي توکو د زیانونو، د کښت د مخنیوي او د عامه پوهاوي د کچې لوړولو په اړه خبرې کړې او له خلکو یې غوښتي چې په دې برخه کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.
د ناستې ګډونوالو هم د نشهيي توکو د کښت د مخنیوي او د عامه پوهاوي په برخه کې له اړوندو ادارو سره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د لوګر امنیه قوماندانۍ په وینا، په دغه ولایت کې د نشهيي توکو د کښت د له منځه وړلو عملیات دوام لري او تر دې دمه په سلګونو جریبه د چرسو او کوکنارو کښتونه له منځه وړل شوي دي.