لوګر کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي .
د لوګر ولایت سیمهییز چارواکي وایي چې تېره شپه د وروستیو سختو اورښتونو له امله د دې ولایت په مرکز پلعلم او محمدآغې ولسوالۍ کې سېلابونه راوتلي او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.
د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور «دینپرور» د سېلابځپلو سیمو د لیدنې پر مهال خبریالانو ته وویل، دغه سېلابونه د مرکز پلعلم اړوند د بابوس او الوزیو سیمو او همدارنګه د محمدآغې ولسوالۍ د مغلخېلو په سیمه کې راوتلي دي. د نوموړي په وینا، د سېلابونو له امله د خلکو یو شمېر کورونه نړېدلي، کرنیز فصلونه له منځه تللي او ځینې کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوې دي.
دینپرور زیاته کړه، د پېښې له رامنځته کېدو سره سم د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسؤلین، امنیتي ځواکونه او د اړوندو ادارو استازي سیمو ته رسېدلي او زیانمن شوي کسان یې خوندي ځایونو ته لېږدولي، څو د احتمالي ځاني تلفاتو مخه ونیول شي.
د هغه په وینا، د بابوس او الوزیو سیمو له سېلابځپلو کورنیو سره د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست له لوري د خوراکي توکو بیړنۍ مرستې هم ترسره شوې دي.
د لوګر مرستیال والي له زیانمنو کورنیو سره د لیدنې پر مهال له خیریه بنسټونو او مرستندویه موسسو وغوښتل چې د سېلابځپلو کورنیو د ملاتړ لپاره خپلې مرستې زیاتې کړي.
د یادو سېلابونو له امله د اوښتو مالي زیانونو کره شمېر لا نه دی معلوم، خو د سیمهییزو چارواکو په وینا، د زیانونو د ارزونې لپاره سروې روانه ده