Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې ۵۰ زره څارویو ته د ساري ناروغیو ضد واکسین پيل شو.
۹ سرطان ۱۴۰۵

لوګر کې ۵۰ زره څارویو ته د ساري ناروغیو ضد واکسین پيل شو.

د لوګر ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د هالنډ هېواد په مالي ملاتړ او د نړیوال صندوق په همکارۍ د ۵۰ زره څارویو لپاره د ویروسي او ساري ناروغیو ضد واکسین کمپاین پیل کړی، چې موخه یې د حیواني ناروغیو مخنیوی، د څارویو د مړینې کچې راکمول او د مالدارانو اقتصادي زیانونو کمول دي.

د لوګر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر، ډاکټر ثناءالرحمن ثنائي، وویل چې د دغه کمپاین په ترڅ کې به د ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۵۰ زره څاروي واکسین شي.

د نوموړي په وینا، دغه واکسین له شپږو میاشتو څخه تر یوه کال پورې څاروي د بېلابېلو حیواني ناروغیو پر وړاندې خوندي ساتي او د ساري ناروغیو د خپرېدو او د څارویو د ناڅاپي مړینې په مخنیوي کې اغېزناک رول لري.

هغه زیاته کړه چې د واکسین کمپاین به د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا ترڅنګ د مالدارانو د اقتصادي وضعیت په ښه والي کې هم مرسته وکړي.

په همدې حال کې، د د هالنډ کمېټه یوه مسؤول، ډاکټر اسلام‌الدین فخري، وویل چې دغه کمپاین د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې پلي کېږي او شاوخوا ۷ لکه څاروي به تر پوښښ لاندې راولي.

د هغه په وینا، په دې کمپاین کې کارېدونکی واکسین د څارویو د اوو مهمو ناروغیو د مخنیوي لپاره ځانګړی شوی دی.

مطالب

لوګر کې ۵۰ زره څارویو ته
د ساري ناروغیو ضد واکسین پيل شو

دا خبر نورو سره شریک کړئ