Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

راتلونکی کال په هیواد کې څه باندې ۱۶ میلیونه نیالګي کېنول کیږي.
۱۶ حوت ۱۴۰۳

راتلونکی کال په هیواد کې څه باندې ۱۶ میلیونه نیالګي کېنول کیږي.

د چاپېريال ساتنې ملي ادارې او کابل ښاروالۍ، د ۱۴۰۴ لمريز کال لپاره د «زرغون میراث» په نوم د نيالګيو کېنولو پسرلنی ملي پروګرام پیل کړی دی. د دغه پروګرام په پرانیست غونډه کې د چاپېريال ساتنې ملي ادارې مسلکي مرستيال ډاکټر زين العابدين عابد، د انسان په ژوندانه او د چاپېریال په سمسورتیا کې، د نیالګیو کېنولو پر ارزښت هر اړخیزې خبرې وکړې او ویې ویل چې دغه اداره په پام کې لري د راتلونکي لمریز کال په بهير کې د هېواد په کچه څه باندې ۱۶ ميليونه نيالګي کېنوي او د پلان له مخې، تر ۱۴۱۰ لمريز کال پورې به تر ۲۰۰ ميليونه مثمر او غیر مثمر نيالګي د هېواد په بېلابېلو ځايونو کې کېنول شي. دغه راز د کابل ښاروالۍ د سرسبزۍ رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل، د سرسبزۍ په برخه کې د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې دغه اداره پلان لري د ۱۴۰۴ لمریز کال په بهير کې يو ميليون نيالګي د کابل په بېلابېلو سيمو کې کېنول شي.

مطالب

راتلونکی کال
په هیواد کې
څه باندې
۱۶ میلیونه
نیالګي کېنول کیږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ