پر ایران د اسراییلو برید؛ ټرمپ: عالي دی.
پر ایران د اسراییلو له برید وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپل دریځ بدل کړی او دغه برید یې، ستایلی دی.
نوموړي له دې وړاندې د اسراییلو لومړي وزیر بیامین نتنیاهو ته خبرداری ورکړی و چې پر ایران له برید لاس واخلي.
ډونالډ ټرمپ په خپله ټولنیزه رسنۍ «ټروټ میډیا» پر ایران د اسراییلو برید «عالي» بللی او ایران یې، د دغه برید له امله تورن کړی دی.
ټرمپ همداراز پر ایران تور لګولی چې د اټومي وسلو په تړاو یې، هوکړه ونهمنله او په وینا یې، له دې امله پرې برید شوی.
د امریکا ولسمشر ټينګار کړی چې ایران باید ژر تر ژره د خبرو مېز ته راوګرځي او د اټومي وسلو په تړاو یوې هوکړې ته ورسېږي.
ایران بیا د اسراییلو له برید وروسته، له امریکا سره د اټومي وسلو په تړاو خبرې بېمانا بللي دي.
ټاکل شوې وه چې د ایران او امریکا ترمنځ د عمان پلازمېنې مسقط کې د اټومي وسلو په تړاو شپږم پړاو خبرې سبا یکشنبه، غبرګولي ۲۵مه، پیل شي.