لوګر مرستیال والي: ناروغانو ته د معیاري روغتیايي خدماتو وړاندې کول مو مسؤلیت دی.
د لوګر ولایت مرستیال والي مولوي محمدانور «دینپرور» وایي، د عامې روغتیا ریاست، دولتي روغتونونه او هغه بنسټونه چې د روغتیا په برخه کې فعالیت کوي، مسؤلیت لري چې ناروغانو او ناروغ لرونکو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
نوموړي دغه څرګندونې د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د «نائب امینالله خان ۳۰۰ بستریز روغتون» د لېدنې پر مهال وکړې او زیاته یې کړه، چې هڅه کېږي په مرکز پل علم او ولسوالیو کې، په ځانګړې توګه د مور او ماشوم د روغتیا برخه کې، روانو خدماتو ته پراختیا ورکړل شي.
د لوګر مرستیال والي همدارنګه د یاد روغتون مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې ناروغانو ته په ۲۴ ساعته ډول اساسي روغتیايي خدمات وړاندې کړي او خبرداری یې ورکړ، که د روغتیا په برخه کې کوم مسؤل شخص غفلت وکړي، د قانون له مخې به ورسره چلند وشي.
بلخوا د پل علم ښار او محمداغې ولسوالۍ یو شمېر ناروغان او ناروغ لرونکي شکایت کوي، چې دولتي روغتونونه د پخوا په پرتله ناروغانو ته معیاري خدمات نه وړاندې کوي. دوی له حکومت او نړیوالو بنسټونو غوښتنه کوي، چې د دولتي روغتونونو د خدماتو کچه لوړه کړي.