د لوګر مسوولان: د نویو لرغونو سیمو کشف لپاره مو څېړنې پیل کړي.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفیعالله صمیم وویل، مرکز پلعلم او ولسوالیو کې د لرغونو سیمو او اثارو په اړه تازه څېړنې کیږي.
دی وايي، دغه څېړنې د نویو لرغونو سیمو کشف او د کشف شویو لرغونو سیمو او اثارو په اړه د لا زیاتو مالوماتو راټولولو په موخه ترسره کیږي.
ده وویل، دغه څېړنې به د روان لمریز کال تر پایه بشپړې شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ رییس له فرهنګپالانو، لیکوالانو او عامو خلکو وغوښتل چې په خپلو سیمو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له کارکوونکو سره مرسته وکړي.
لوګر کې دامهال ۱۲ لرغونې سیمې، ۱۶ تاریخي ابدې، ۲۰ تاریخي کلاوې او ۱۹ زیارتونه له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره ثبت دي چې ډيری یې بیارغاونې او ساتنې ته اړتیا لري.