په هرات ولایت کې یوه معیاري سړخونه چې د یو نیم میلیون امریکايي ډالرو په پانګونې جوړه شوې، پنجشنبه د سنبلې ۲۶ ګذرې ولسوالۍ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د سړخونې مسؤولین وایي، دغه مرکز پر ۴۰۰۰ متر مربع ځمکه په شپږو میاشتو کې په معیاري ډول جوړ شوی او د ۳۰۰۰ ټنه مېوو او غوښې د ساتلو ظرفیت لري. د دوی په وینا، د اړتیا په صورت کې به د سړخونې ظرفیت هم لوړ شي.
د سړخونې مسؤول جمشید کمال وایي، د تازه مېوو د هر کیلوګرام د ساتنې میاشتنی لګښت د محصول د ډول او د ساتنې مودې له مخې له ۲ تر ۱۰ افغانیو پورې ټاکل شوی دی.
بلخوا، د هرات والي نوراحمد اسلامجار د کرنې د سکټور پر معیاري کولو، د اوبو د لګښت پر سپما او په کرنیزو چارو کې د عصري لارو چارو او امکاناتو پر کارولو ټینګار کړی دی.
نوموړي د دې سړخونې د جوړېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې له بزګرانو ملاتړ او د کرنیزو محصولاتو د ساتنې او ښه بازار موندنې لپاره د اسانتیاوو برابرول کولی شي د اقتصادي ودې او دوامدار پرمختګ زمینه برابره کړي.
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرائیوي آمر محمدیوسف امین وایي، د کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره د زیربناوو، په ځانګړي ډول د سړخونو جوړول، د تولیدونکو د ملاتړ او د کورني بازار د پیاوړتیا لپاره مهم دي.
هرات د افغانستان له مهمو مېوهجاتو او سبزیو تولیدوونکو ولایتونو څخه دی او هر کال په دغه ولایت کې د باغدارۍ او کرنې د پام وړ محصولات تولیدېږي.