Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

له لبنان پر اسراییلو ۲۰ توغندي ویشتل شوي.
۲۶ حمل ۱۴۰۵

له لبنان پر اسراییلو ۲۰ توغندي ویشتل شوي.

د اسراییلو «۱۲چینل» په نوم تلویزیوني شبکې راپور ورکړی چې نن سهار شاوخوا ۲۰ توغندي د لبنان له  سوېل څخه د اسراییلو شمالي سیمې، جلیل (ګالیلي) ته توغول شوي دي.

راپور زیاتوي چې د دغو توغندیو یوشمېر د اسراییلو د هوايي دفاعي سیستم له‌خوا شنډ شوي، خو ځینې نور په خلاصو سیمو کې لوېدلي دي.

د بریدونو له امله د منارا او کریات شمونه په ښارونو کې د خطر زنګونه (سایرنونه) غږول شوي.

تر اوسه د احتمالي مرګ‌ژوبلې یا زیانونو په اړه رسمي معلومات نه‌دي خپاره شوي، خو وضعیت تر څار لاندې بلل شوی دی.

مطالب

له لبنان پر اسراییلو
۲۰ توغندي ویشتل شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ