متقي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې د بهرنیو چارو وزیر د سوداګرۍ او ترانزیټ او بهرنیو پانګهوالو ته د لا ډېرو اسانتیاوو برابرېدو برخو کې د هراړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې نن په یوه اعلامیه کې ویلي، د دې خونې عمومي رییس سیدکریم هاشمي، د مدیره پلاوي مرستیالانو، د مدیره پلاوي یو شمېر غړو او د خونې عامل پلاوي رییس د سهشنبې په ورځ د هېواد د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره د هغه په دفتر کې وکتل.
سرچینه زیاتوي، په دې ناسته کې هاشمي د سوداګرۍ، ترانزیټ، په افغانستان کې د پانګونې، د سوداګرۍ او پانګونې خونې اړوند مسایلو، او د افغانستان د اقتصادي سکټورونو په بېلابېلو برخو کې د بهرنیو پانګهوالو د هڅونې او جلب په اړه خبرې وکړې.
نوموړي د بهرنیو پانګهوالو د لا ډېرې هڅونې په موخه د بهرنیو چارو له وزارته د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کېدو غوښتنه وکړه.
سرچینې لیکلي، په دې لیدنه کې مولوي امیرخان متقي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له وړاندیزونو هرکلی وکړ او د سوداګرۍ، ترانزیټ، په ځانګړې توګه د بهرنیو پانګهوالو لپاره د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو برخه کې د دغه وزارت د هراړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.