د کندهار میوند کې په ۲۹۱زره ډالرو یو کانال ګټېاخیستنې ته سپارل شوی.
د کندهار محلي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د میواند ولسوالي اړوند قباط سیمه کې د ۲۹۱زره امریکايي ډالرو په ارزښت یو کانال جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوی دی.
دغه کانال د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست او د ملګروملتونو د کرنې او خوراک نړیوال سازمان په مالي ملاتړ جوړ شوی دی.
د کندهار د کرنې ریاست ویاند محمدحنیف حقمل په دې اړه وویل: «یاد کانال ۷ کیلومتره اوږدوالی لري چې له هغې څخه ۵.۱ کیلومتره یې په کانکریټي او معیاري بڼه جوړ شوی دی. دا کانال په یوه وخت کې د ۶۳۰ هکټاره ځمکې د خړوبولو ظرفیت لري، چې اوس مهال شاوخوا ۲۰۳۳ کورنۍ په مستقیم ډول ترې ګټه پورته کوي.»
د حقمل په وینا، د کانال د جوړولو پرمهال د یوشمېر نورو جوړښتونو له هغې ډلې د پلچکونو، پارچاوي، ډراپونو، ترنابونو او دهنیو چارې هم پلې شوي دي.
د کانال د جوړېدو اصلي موخه د کروندګرو د اوبو د کمښت ستونزي دایمي حلول، د اوبو د انتقال بهیر ګړندی کول او بزګرانو ته د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په برخه کې اسانتیا رامنځته کول دي.
د کرنې ریاست چارواکي ټینګار کوي چې دا کانال د کرنې د تولید په کچه کې د پام وړ اغېز لرلی شي. د سیمې اوسېدونکي هم د پروژې له بشپړېدو خوښ دي.
د میوند اوسېدونکي محمدویس وویل: «دغه کانال زموږ د کروندګرو زړې ستونزې حل کړې. اوس کولای شو د کرنیزو ځمکو خړوبول په وخت ترسره کړو.»
د کرنې وزارت په تېر کې هم ورته پروژې پلي کړې دي. درې میاشتې وړاندې د کندهار د نېش ولسوالي د میانکو په سیمه کې د ۴.۴ میلیونه افغانیو په لګښت یو بل کانال ګټېاخیستنې ته سپارل شوی چې د سیمې د اوبو لګولو پروسه یې نوره هم اسانه کړې ده.
د میوند د قباط کانال د کرنیزو ځمکو خړوبولو په برخه کې د یوې مهمې پانګونې په توګه ګڼل کېږي. د چارواکو په باور دا پروژه د زرګونو کورنیو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو سبب کېږي، خو د سیمې اوسېدونکي لاهم د ورته نورو بنسټیزو پروژو غوښتنه کوي، څو د کرنیزو ستونزو دایمي حل تضمین شي.