لوګر کې دوه معیاري شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د لوګر ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست په فارم کې د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (تیکا) په مالي ملاتړ دوه معیاري تحقیقاتي شنې خونې (ګرین هاوسونه) جوړې او د رسمي مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د لوګر د کرنې او مالدارۍ رئیس، مولوي شیر آقا پیر حبیب الرحمن، د پرانیستې په مراسمو کې وویل، د دغو شنو خونو جوړېدل به د کرنیزو تحقیقاتو، د نوې کرنیزې ټکنالوژۍ د ترویج او د بزګرانو او مسلکي کادرونو د ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې مهم رول ولوبوي.
بلخوا، د لوګر مرستیال والي، مولوي انعامالله صلاحالدین، افغانستان او ترکیه تاریخي او نږدې دوستان وبلل او له ترکیې یې وغوښتل چې د کرنې ترڅنګ د بیارغونې، لوړو زدهکړو او نورو پراختیایي سکټورونو په برخه کې هم خپلې همکارۍ لا پراخې کړي.
په همدې حال کې، په کابل کې د تیکا دفتر رئیس، مکایل تاشدیمیر، وویل چې دغې ادارې په تېرو څو کلونو کې د پوهنې، انرژۍ، روغتیا، کرنې او نورو برخو کې په افغانستان کې بېلابېلې پراختیایي پروژې پلې کړې دي. د هغه په وینا، افغانستان د تیکا لپاره ځانګړی ارزښت لري او یادې شنې خونې د اړینو معیاري تجهیزاتو په لرلو سره د کرنیزو څېړنو لپاره جوړې شوې دي.
د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر، انجنیر نصیروالدین بهیج، وویل چې دواړه شنې خونې پر ۴۴۰ متر مربع ځمکه جوړې شوې دي. هغه زیاته کړه، په دغو شنو خونو کې د څاڅکي اوبو لګولو سیستم، د اوبو ذخیره او نور اړین ملحقات برابر شوي او د جوړولو ټولیز لګښت یې شاوخوا ۲۰ زره امریکایي ډالره دی.
د مسؤولینو په وینا، له دغو تحقیقاتي شنو خونو څخه به د کرنیزو څېړنو، عملي روزنو او د اصلاح شویو کرنیزو میتودونو د ازموینې لپاره استفاده کېږي او تمه ده چې په کال کې په درېیو پړاوونو کې حاصلات ورکړي.