Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پکتیا کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې.
۴ جوزا ۱۴۰۴

پکتیا کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د پسرلي جام تر سرلیک لاندې د فوټسال پیل شوې سیالۍ د شهید جواد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

 دغه سیالۍ ۳۶ ورځې وړاندې د زرمت ولسوالۍ په سهاک المنصور لوبغالي کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، چې پایلوبه کې شهید جواد لوبډلې شجاعت لوبډلې ته ۴ــ۳ ګولونو په وهلو سره ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

 د دغو سیالیو موخه ځوانانو ته د سالمې تفرېح برابرول او د فوټسال لوبې ته وده ورکول ښودل شوي.

مطالب

پکتیا کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ
د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

دا خبر نورو سره شریک کړئ