Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کندهار کې د نیالګیو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی.
۲۱ حوت ۱۴۰۳

کندهار کې د نیالګیو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی.

د کندهار ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د نيالګيو کینولو ملي کمپاين د زينتي او ميوه لرونکو نيالګيو په ايښوولو سره پيل شوی دی. دا په داسې حال کې ده، چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په ټول هېواد کې د ۱۴۰۴ هجري لمريز کال  نیالګیو کینولو ملي کمپاين پیل کړى. د يادې ادارې لخوا د کندهار لپاره د (۳۰۰۰) نیالګیو سهم  ټاکل شوی، چې له دې ډلې یې د ۴۵۰ اصله ناجوګان او نارنج نيالګیو کینولو پروسه د کندهار عمومي عیدګاه په انګړ کې پیل شوې ده.

مطالب

کندهار کې د نیالګیو
کینولو ملي کمپاین
پیل شوی دی

دا خبر نورو سره شریک کړئ