Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پکتيکا کې ولسونو ۷ بابه ښوونځیو ته ۴۹ جريبه ځمکه وقف کړې.
۳۰ جدی ۱۴۰۴

پکتيکا کې ولسونو ۷ بابه ښوونځیو ته ۴۹ جريبه ځمکه وقف کړې.


د پکتیکا تروو ولسوالۍ کې د ولسونو له لوري ۷ بابه ښوونځیو ته ۴۹ جریبه ځمکه وقف شوې.

د پکتیکا د پوهنې رياست نن سه‌شنبه جدي ۳۰ / جنوري ۲۰ یوه خبرپاڼه کې د تروو ولسوالۍ د پوهنې رياست سره د خلکو لخوا د ځمکې ورکړې اقدام ستاینه کړې او ویلي، د پوهنې ریاست به د امکاناتو تر بریده د ښوونیزو پروژو د پلي کېدو لپاره په یاده ولسوالۍ کې هڅې ګړندۍ کړي.

خبرپانه کې راغلي چې د ښوونځیو لپاره د ځمکو ورکړې سره به، د زده‌کړو په برخه کې اسانتياوې رامنځته شي او پر زده‌کړه‌ییز بهير به مثبت اغېز وکړي.

په ياده ځمکه به راتلونکي کال کې د بوديجې له منظوري وروسته، د ښوونځيو لپاره د ودانيو جوړولو چارې پيل شي.

مطالب

پکتيکا کې ولسونو ۷ بابه ښوونځیو ته
۴۹ جريبه ځمکه وقف کړې.

دا خبر نورو سره شریک کړئ