د لوی غره له لمنو څخه

د ښار جوړونې او مسکن وزارت وايي، د لوګر د چرخ ولسوالۍ د معلمینو ښارګوټي د سړکونو د شبکې پلان ترتیب او لاسلیک شوی دی.
د وزارت د معلوماتو له مخې، دغه پلان د ښارګوټي د منظمې پراختیا، ښاري نظم او د ترانسپورتي اسانتیاوو د برابرولو په موخه جوړ شوی، چې پر بنسټ یې د سړکونو شبکه په درېیو کچو کې طرحه شوې ده.
په پلان کې ۲۰ متره پلنوالي سړکونه د ۴۶۵۰ مترو، ۱۵ متره پلنوالي سړکونه د ۴۶۷۴ مترو او ۱۲ متره پلنوالي سړکونه د ۲۶۴۱ مترو په اوږدوالي په پام کې نیول شوي دي.
د ښار جوړونې او مسکن وزارت مسوولین وايي، د پلان په پلي کېدو سره به د معلمینو ښارګوټي د سړکونو شبکه په منظم ډول جوړه شي او د ښارګوټي د راتلونکې پراختیا، تګراتګ او ښاري چارو د تنظیم لپاره به زمینه برابره شي.
دغه پلان د ښار جوړونې او مسکن وزیر الحاج مولوي نجیبالله حیات حقاني له لوري لاسلیک شوی دی.