Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

خوست؛ قصاص حکم پلی شو.
۱۱ قوس ۱۴۰۴

خوست؛ قصاص حکم پلی شو.

د خوست د ولایت ویاند مستغفر ګربز وايي، نن سې‌شنبه په دې ولایت کې پر یوه تن د قصاص حکم عملي شو. د ده په وینا، د خوست مسؤلینو او قومي مشرانو د مقتول له کورنۍ

 د بخښنې غوښتنه وکړه، خو هغوی ونه منله او د قاتل د قصاص پر سزا ټینګار یې وکړ.

د سترې محکمې په معلوماتو کې راغلي چې دا د افغانستان د اسلامي امارت له لوري د قصاص یوولسم پلي شوی حکم دی.

یادې قضیې ته نږدې سرچینې وايي، پېښه لس میاشتې مخکې د علیشرو او تریزیو په ولسوالۍ کې شوې وه چې په ترڅ کې یې ۱۳ کسان وژل شوي وو. په دې قضیه کې پر دوو نورو 

کسانو هم د قصاص حکم صادر شوی، خو د مقتول د کورنۍ غړي حاضر نه دي او تر هغه چې هغوی حضور پیدا نه کړي، د حکم عملي کېدل ممکن نه دي. 


مطالب

خوست؛
قصاص حکم پلی شو

دا خبر نورو سره شریک کړئ