Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

 لوګر کې د سړوخونو جوړولو لپاره زر جریبه ځمکه ځانګړې شوه.
۲۳ جدی ۱۴۰۴

لوګر کې د سړوخونو جوړولو لپاره زر جریبه ځمکه ځانګړې شوه.

د لوګر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي، د کرنیزو محصولاتو د ساتنې او پراختیا په موخه یې د عصري سړوخونو جوړولو لپاره زر جریبه ځمکه ځانګړې کړې.

د یاد ریاست د عوایدو د تنظیم امر قاري عبدالبصیر شاهد زینت رادیو  ته وویل، دغه ځمکه د کرنې وزارت په وړاندیز او د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم له مخې، د لوګر د مرکز پل‌علم ترڅنګ، برکي‌برک او محمدآغې ولسوالیو کې ځانګړې شوې.

نوموړي زیاته کړه چې پر یادو تثبیت شوو ځمکو به د کرنیزو محصولاتو د ساتنې، بازارموندنې او صادراتو په موخه درې سترې، عصري او معیاري سړې خونې جوړې شي.

د همراز په وینا، د دې پروژې عملي کېدل به نه یوازې د کرنې سکتور د پیاوړتیا لامل شي، بلکې د کروندګرو عواید به هم لوړ کړي او د کرنیزو محصولاتو د ضایع کېدو مخه به ونیسي.

مطالب

د لوګر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان
د عصري سړوخونو جوړولو لپاره زر جریبه ځمکه ځانګړې کړې.

دا خبر نورو سره شریک کړئ