Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې دوو ټرافیکي پېښو کې ۱۳ کسان ټپیان شوي.
۱۸ ثور ۱۴۰۵

لوګر کې دوو ټرافیکي پېښو کې ۱۳ کسان ټپیان شوي.

د لوګر مرکز پل علم اړوند د «ګمبزې» سیمه کې د دوو موټرو ټکر کړی چې له امله یې ۱۲ کسان ټپیان شوي.

د لوګر د امنیې قومندانۍ ویاند مولوي سلطان محمد سنګین زینت رادیو ته وويل، دغه پېښه د فیلډر او سراچه موټرو ترمنځ شوې.

هغه وويل، ټپیان د درملنې لپاره روغتونونو ته لېږدول شوي.

ورته وخت کې د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ اړوند «ذاهداباد» سیمه کې هم یوه جلا ټرافیکي پېښه شوې چې له امله یې یو کس ټپي شوی.

د امنیې قومندانۍ ویاند له ټولو موټر چلوونکو غوښتي چې له تېز سرعت او بې‌احتیاطۍ څخه ډډه وکړي او ټرافیکي اصول په جدي ډول مراعت کړي، څو د ورته پېښو مخه ونیول شي.

چارواکي وایي، دې وروستیو کې د ټرافیکي پېښو ډېری لاملونه بې‌احتیاطي، چټک سرعت او د اصولو نه‌مراعت کول دي.

مطالب

لوګر کې دوو ټرافیکي پېښو کې
۱۳ کسان ټپیان شوي.

دا خبر نورو سره شریک کړئ