Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

خوست کې په څه کم ۲۷ میلیون افغانۍ سړک جوړیږي.
۹ اسد ۱۴۰۴

خوست کې په څه کم ۲۷ میلیون افغانۍ سړک جوړیږي.



د خوست ښار په لومړی، دريمه او څلورمه ناحیه کې د يو په شاوخوا ۲۷ میلیون افغانۍ د سړک جوړېدو چارې پيل شوې.

د خوست ښاروالي نن (پنجشنبه، اسد نهمه) یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه پروژه کې ۱۷۷۰ متره سړک، ۷۰۰ متره لښتي او د دوو پلچکونو جوړول شامل دي چې ټول پرې څه کم ۲۷ ميليون افغانی لګښت کيږي او چارې به يې راتلونکو شپږو مياشتو کې بشپړې شي.

خبرپاڼه کې د خوست ښاروال مفتي شهزاد نور راشد په خبره ویل شوي چې خوست ښاروالۍ روان مالي کال لپاره ۲۹ لویې او وړې پروژې په انکشافي پلان کې لري چې د څلورو یې قراردادونه بشپړ شوي او نن یې د درېیمې پروژه چارې پیل شوې.

د خوست يو شمېر اوسيدونکي او د بيلابيلو اصنافو غړي هم د يادې پروژې پيل ته خوښي څرګندوي.

دوی وويل تر اوسه د ښاروالي لخوا د ښار داخلي سړکونه رغول شوي او غوښتنه یې وکړه چې د ښار اړوند کليو کې ځينې خامه سرکونو رغولو لپاره دې هم جدي هڅې وکړي.

مطالب

خوست کې په څه کم ۲۷
میلیون افغانۍ سړک جوړیږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ