لوګر: پوهنې ریاست سره د شاوخوا ۴۰ زره ډالرو په ارزښت د درسي توکو مرسته وشوه.
د لوګر ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې یاد درسي توکي د پوهنې وزارت د یوې مرستندویې مؤسسې له خوا شوې ده.
د پوهنې ریاست ویاند، محمد شاپورعرب زینت راډيو ته وویل؛ یاده مرسته شاوخوا ۴۰ زره امریکایي ډالره ارزښت لري، چې په کې د لومړي ټولګي ۲۳۵۲ ټوکه درسي کتابونه، ۲۳۹۲ توش مارکرونه او ۲۰ خیمې شاملې دي.
ښاغلي عرب زیاته کړې، چې ډېر ژر به یاد درسي توکي د دې ولایت پر ښوونځیو ووېشل شي.
زینت راډيو – لوګر.