تېرکال هلمند کې ۱۲۱۳۶ وړیا جراحي عملیاتونه شوي.
هلمند کې روغتیايي چارواکي وايي چې تېرکال دغه ولایت کې په ټولییزه توګه ۱۲۱۳۶ وړیا جراحي عملیات شوي او ترڅنګ یې، ناروغانو ته بېلابېل خدمتونه هم وړاندې شوې دي.
د هلمند د عامې روغتیا رییس قاري مولوي فضلي احمد شفیعالله په دې اړه وویل: «تېرکال زموږ د روغتون جراحانو ټولټال ۱۲۱۳۶ وړیا عملیات کړي چې له دې جملې ۱۰۶۰۱ لوی جراحي عملیات او ۱۵۳۵ کوچني عملیات دي. دا ټول خدمات د مسلکي افغان ډاکټرانو له لوري په بریالي ډول شوي دي.»
د نوموړي په وینا، یوازې په OPD یا سراپا تشخیص څانګه کې ۲۷۰۰۱۵ ناروغانو ته وړیا خدمت شوی او ۴۴۲۸۹ کسانو ته د داخل بستر یا IPD خدمتونه وړاندې شوي دي. « ۲۷۲۰۸ مېرمنو ته د نسایي او ولادي خدمتونه او ۱۲۷۳ ناروغانو ته د هیموډیالیز وړیا خدمات برابر شوي دي.»
هغه زیاته کړه چې د بست روغتون پرمختګ یوازې د لښکرګاه ښار اوسېدونکي نه، بلکې د ولایت لرې پرتو سیمو اوسېدونکي هم هڅوي چې د خپلې ناروغي درملنه همدلته وکړي.
خو ځینې خلک بیا ټینګار کوي چې روغتیايي خدمات باید ولسوالیو او لرې پرتو کلیو ته هم پراخ شي.
د واشیر ولسوالي د ګله بیدي سیمې اوسېدونکی شمسالرحمن وايي: «موږ له دې خوښ یو چې په بست روغتون کې وړیا جراحي او نور خدمات ترسره کېږي، خو ستونزه دا ده چې زموږ ولسوالۍ ډېر لرې ده او خلک تل د تګ راتګ له سختو لارو ځورېږي.»
همدارنګه د ګرمسېر ولسوالي د بُګت سیمې اوسېدونکي محمدیونس هم ورته غوښتنه وکړه او وېویل: «که څه هم بست روغتون زموږ لپاره یو لوی نعمت دی، خو اړینه ده چې زموږ ولسوالیو کې هم روغتونونه زیات او خدمات یې پراخ سي.»
د بست ولایتي روغتون د خدماتو پراختیا د هلمند د زرګونو ناروغانو د ژوند ژغورلو ترڅنګ د خلکو له پراخه رضایت سره مل ده، خو اوسېدونکي د سیمو په کچه د روغتیايي مرکزونو د زیاتېدو او روغتیایې خدماتو دپراختیا غوښتنه کوي.