Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کندهار کې د فاضلابو ۴ تصفیه‌‌خونې جوړیږي.
۲۴ جدی ۱۴۰۴

کندهار کې د فاضلابو ۴ تصفیه‌‌خونې جوړیږي.



د چاپېریال ساتنې، د ځمکنیو اوبو د ککړتیا مخنیوي، د اوبو د سرچینو اغېزمن مدیریت او د ښاریانو د روغتیا د خوندیتوب په موخه، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د کندهار ښار په شاوخوا کې د FSTP ټانکرونو لپاره د فاضلابو څلور تصفیه‌خونې جوړوي.

د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجراییوي مشر مولوي غلام‌الرحمن کظیم کندهار ته د سفر پرمهال، له هغو څلورو سیمو لیدنه وکړه چې د فاضلابو تصفیې‌خونې پرې جوړېږي.

هغه د هېواد په ټولو ښارونو کې د فاضلابو تصفیه‌خونې یوه جدي اړتیا بولي او د اسلامي امارت له مسوولانو څخه یې د یادو تاسیساتو د جوړولو لپاره د ځمکې برابرولو له امله مننه وکړه.


ښاغلي کظیم زیاته کړه: «دغه تصفیه‌خونې د چاپېریال ساتنې او د پاکو اوبو د سرچینو د ککړتیا مخنیوي لپاره د ښار له مرکزي سیمو بهر، د ارغستان، ارغنداب او پنجوایي ولسوالیو په شاوخوا کې جوړېږي.»

د یادونې ده چې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو شرکت اجراییوي مشر د دغو سیمو له لیدنې وروسته، د کندهار زون د اوبو رسولو ریاست له تولیدي او توزیعي تاسیساتو او شبکو څخه هم لیدنه وکړه.

نوموړي د ستونزو د هواري او د کاري بهیر د چټکتیا په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

مطالب

کندهار کې د فاضلابو
۴ تصفیه‌‌خونې جوړیږي.

دا خبر نورو سره شریک کړئ