هایټي کې د ډلهییز برید له امله ۷۰ کسان وژل شوي.
هایټي هېواد کې د ډلهییز برید پرمهال لږترلږه ۷۰ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.
د راپورونو پر اساس، برید د یوې وسلهوالې ډلې له لوري د یکشنبې په سهار د «جین ډینس» سیمې شاوخوا کلیوالي کې پیل شو او د دوشنبې تر سهاره یې دوام وکړ.
د هایټي چارواکو ویلي، سیمې ته د پولیسو په رسېدو سره وسلهواله ډله تښتېدلې او څو کورونه له وړاندې سوځول شوي وو.
د «ډیفنډرز پلاس» په نوم د بشري حقونو یوې مدافع ډلې ویلي چې اټکل کیږي د تاوتریخوالي په دلیل ۶ زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند هم ویلي چې هایټي کې وضعیت له نږدې څاري او د دغې پېښې په تړاو یې د بشپړو څېړنو غوښتنه کړې ده.