Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ټرمپ: قطر مو ستر متحد دی او اسراییل باید ډېر محتاط واوسي.
۲۴ سنبله ۱۴۰۴

ټرمپ: قطر مو ستر متحد دی او اسراییل باید ډېر محتاط واوسي.



د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دوحه کې د اسراییل له برید وروسته له دغه هېواده غوښتي چې ډېر محتاط واوسي.

ټرمپ تېره ورځ د سپتمبر په ۱۴مه د نیوجرسي ایالت د «موریس ټاون» هوايي ډګر کې خبریالانو سره د خبرو پرمهال وویل، قطر د امریکا یو ستر متحد دی او اسراییل باید په دې اړه «ډېر ډېر» محتاط واوسي.

د هغه په وینا، د حماس پر وړاندې هڅې باید متوازنې وي.

ټرمپ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «اسراییل باید د حماس په اړه یو څه وکړي، مګر دا چې قطر د امریکا لپاره یو لوی متحد دی، ډېری خلک په دې نه پوهیږي.»

اسراییل د تېرې اوونۍ د سې‌شنبې په ورځ د قطر دوحه کې د حماس پر غړیو هوايي برید وکړ چې د مالوماتو له مخې، د حماس د مرکچي پلاوي د لوړ پوړي مشر خلیل الحیه مشر زوی او د هغه د دفتر رییس او یو قطری امنیتي افسر په کې وژل شوی.

ورته وخت کې د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شېخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني پر دغه هېواد د اسراییلو د تېرې اوونۍ برید ته په غبرګون کې ویلي، د اسراییلو دا برید وحشیانه عمل وو او هېڅکله به بې ځوابه پاتې نه شي.

د قطر لومړي وزیر تېره ورځ په دوحه کې د عربو او اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ویلي، چې قطر به د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت خوندي کولو په موخه قانوني او نړیوال ګامونه واخلي.

نوموړي له قطر د عربو او اسلامي هېوادونو ملاتړ ستایلی او ټینګار یې کړی چې دغه ملاتړ به قطر ته دا زمینه برابره کړي چې د اسراییلو پر ضد پرېکنده دریځ ولري او هغوی ته خپل ځواب ورکړي.

د قطر لومړي وزیر دغه راز نړیواله ټولنه هم پر دوه ګوني چلن تورنه کړې او غوښتنه یې کړې چې اسراییل دې د خپلو کړنو لپاره د حساب ورکولو مېز ته را مخکې کړي دي.

مطالب

ټرمپ: قطر مو ستر متحد دی
او اسراییل باید ډېر محتاط واوسي

دا خبر نورو سره شریک کړئ