د لوګر ولایت د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د ۱۰ لوبډلو په ګډون د دغه ولایت په ورزشي لوبغالي کې پیل شوې.
د لوګر د المپیک، بدني روزنې او ورزش آمریت د معلوماتو له مخې، دغه سیالۍ د فوټبال فدراسیون له لوري، د یاد آمریت په همکارۍ او د لوبڅارانو، روزونکو او ورزشکارانو په ګډون پیل شوې دي.
د سیالیو لومړۍ لوبه د تلاش پکتیا او امید پادخواب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې تلاش پکتیا لوبډلې سیالې لوبډلې ته د ۳–۲ په پایلې ماتې ورکړه او بل پړاو ته یې لاره وموندله.
د مسوولینو په وینا، د دغو سیالیو موخه د فوټبال پراختیا، د ځوانو استعدادونو موندل، د ورزشکارانو د تخنیکي او بدني وړتیاوو لوړول او د لوبډلو ترمنځ د سالمو او منظمې سیالۍ رامنځته کول دي.
سیالۍ به د مخکې ټاکل شوي مهالوېش له مخې په منظم ډول دوام وکړي.